د سونا مې په شا نتي

د زړه په هسک کې مې

د غم توري وريځي ګرځي

له قهره ‌ډکي برېښي

او بيا ... نري دردونه

لکه بريښنا ټوله بدن ريږ دوي

د يوې لويي فا جعې نښه ده

د سونا مې په شانتي

ګوره ظالمې !!!

لږ مې د زړه په دنيا رحم وکړه

کنه وو

ډېري ارزو ګاني به شي کونډ کپوري

ډير د خيالونو ښايسته ما ڼۍ

چې مې له تا سر ه وې جوړي زړه کې

شي به ويراني

او يتيمي به شي

هغه معصومي هيلي

بيا به دزړه هغه ښايسته د