چور

د وصال بزم ته راوړې جام د شونډو

داسې ښکاري چې جنت ته انطهور وړې

چې دې خوی ته په حسرت کې ښاپیرۍدي

د هرې یوې زړه ته داغونه د ناسور وړې

چې په هر پل کې د ناز بزغلي کرې

د عالم د زړو نیازونه به ضرور وړې

چې د شونډو غوټۍ و سپړې خندا ته

غوړیدلی باغ ته ،ته د ګل تربور وړې

چې ښکاره شې جنازو باندې د هیلو

د ماتم محفل ته یې ته موج د سرور وړې

سترګې جام ،شونډی پیاله ، تن دې ښیښه ده

یو جهان تاکستان زړونه، ته په چور وړې