غزل

څومره مغرور وم ، څومره ښه خوی د ملنګ مې وکړ

زه چې د زړه له بامه ولوېدمه شرنګ مې وکړ

ياد دې چې نيمه شپه کې ور د زړه را وټکوه

بس خوب مې پرېښود و ښه وژړېدم ننګ مې وکړ

جانانه اوس مې له نيمژواندې ځوانۍ لرې ګرځه

لکه د لومې تار د درد سېلۍ ته ترنګ مې وکړ

د يوې نوې ښکلا ژبه يې په ګوتو راکړه

د طبيعت لونګين غره سره چې جنګ مې وکړ

جلانه مړ شې اخر دومره بې غؤري څنګه وي

پاڼه د ګل وم اخر اوسپنه شوم زنګ مې وکړ