په ا فغا نستان کې

هر څه ملي ملي شول خو لبا س نه ملي کیږي
د غرب د غلامۍ آ زوړ ا حسا س نه ملي کیږي

عزت د خپل لبا س کړي د نړۍ ژوندي قا مونه
څېره يې د پرد و زمونږ خناس نه ملي کیږي

د ا څه شوي په دغو چې پېښې کوي د نورو
هرڅوک ملي کیدای شي کوز او پاس نه ملي کیږي

را ځه درنه قربان شه زما د زړه غوښې ا و وينې
هر څو که ستا د زړه تل کې وسواس نه ملي کیږي

ژوندي ا و ویښ قا مو نه ترقي کړي خپل لبا س کې
هیڅ و به تر قي نکړي دا الناس نه ملي کیږي

لوی غاپي کم پسې ترا پي دا متل مو د نیکو دی
عوا مو نه ګیله څه چې خواص نه ملي کیږي

خنجره د برګر او د ساسچ نه مې زړه تور دی
سو کړک شفتل ښوروا به ځای د ساس نه ملي کیږي