موری

تاته سلام مورې
لوړاحترام مورې
ماته ګرانه مور يې
ته مهربانه مور يې
ستاسره اخلاص لرم
دزړه بړاس لرم

ته اجازت راکړه
يوڅه فرصت راکړه
چې ستالاسونه مچ کړم
پښې اوقدمونه مچ کړم

ته رنځيدلې مور يې
ته کړيدلې مور يې
ته زماملنګه مور يې
هم شمع هم پتنګه موريې

ستاځای دسترګوتوردی مورې
هم ځيګرهم په زړه کې دتاکوردی مورې
ته په جنت کې دنعمتونومور يې
کعبه يې هم سجده يې هم دنفلونوموريې

ستاپه غېږکې الله ته بندګي زده کوي
ستاپه غيږکې مينه محبت هم دوستي زده کوي
نغاړې شودوکې ورته دغيرتونو سبقونه مورې
ستاپه غيږکې خاني او پاچاهي زده کوي

ته قهرمانه موريې
ماته ګرانه موريې
ته يې زيږوې
ته يې لويوې
ته غازيان ترجوړوې
ته اتلان اوباتوران تر جوړوې

ته په سرووينونغاړلې بچيان د هيوادتاريخ ته سپارې
کوم چې سرپه دفاع دوطن کيږدي ته په وياړې
ته سرلوړه توريالې مور يې
عمردتېر شووپه ژړااوپه غموکې افغانۍ مورې
ياسين دجارشي زماسپين سرې ننګيالۍ مورې