غزل
ځمــــکه مې خرڅــه کړه اسمان خرڅوم
په ځــــان کې خپلـــه حصه ځان خرڅوم

پـــه تا مې تش توري پلـــــــورلي نه دي
په تا دګلـــــــــــــــــو بیـــا بان خرڅــــــــــوم

حـــــــــــالات مې دومــره ګېرولی نه شي
چې یا به دین یا به ایمـــــــــــان خرڅــــوم

چې مې له ژونده ګټــــــــــه وانه خیسته
ځـــــــــکه یې بېرته پـــه تاوان خرڅــــــوم

فرهـــــاده دومره خو هوښیار شومه چې
ارزان اخیستي شیــــان ګران خرڅــــــوم