د زړه ګوذار

زه شومه ستومانه که پښو راسره مزل پرېښود

ای رقيبه لکه چې بيا دې راته کوم چل کېښود

ما و ورته په ستر ګو او بڼو کې ځای ورکړی

غمازه خانده چې يې راته تېغ پر ګوګل کېښود

دپردو به څه ګيله وکړم ای د زړه ګوذاره

ته يې د هغه چې يې راته سر پر څنګل کېښود

د ناکردو داغونه يې هزار پر زړه لرمه

دومره يې له بس نه و نن يې راته يو بل کېښود

نه پوهېږمه کومه ﻻر روان شو، چېر ته ﻻړو

تری تم شو چې يې طرف زما د منزل پرېښود

مينه يې نيمګړې ، وعدې ټولې دروغجنې

زړګی د "جان " يې چې رقيب مخې ته په چل کېښود