هغه شپې مې نه هيريږي
عــمر تېر شو هـــغه شپې مــې نه هيريږي
د وطــن خــــړې کوڅــې مـې نه هــــيريــږي
د بـــاران اوبـــه، به ﻻندې پکې ډنډ شــوې
هـغه تـار په تــار خـــېمې مـې نه هيريږي

باد بـــاران به پـــه هــــوا باندې کــړې جګـې
په مـــزار د ورور جنـــډې مــې نه هيريږي
خـــوږ وطــن يې راته ټول کـــنډو کنډو کړو
د بـــاروتو ســـرې لـــمـــبــې مې نه هيريږي

چې يو ورور به په بــل ورور باندې ويشـتل
د راکـټو انــګــازې مــې نــه هــــيـريــږي
چــې د پـــلار د تودې غــــېـږې په ارمان وو
د يـتيم ها ســــترګې سـرې مې نه هــيريږي

ډېرې خويندې وريندارګانې مې شوې کونډې
کــتارونـه جنازې مــې نــه هــــيــريږي
څه ناسازې وې چې مـــونـــږ باندې ونه شوې
د ســتم تــورې تــيـارې مــې نه هــيريږي

ﻻ مـې غچ وربانــدې پاتې دی هېواده
د دښـــمنو نـاکـــــردې مـې نـــه هـــيـــريــږي
