غزل

بيا دې کـــتاب کــــــــې د غـــــــزل راولــــم

يو څـــــــو مصرو کــــــې دې اوربـل راولم

پتنــــــګان ګــــــــــرځـــــــــي د رڼا په تـــــمه

ځــــــــم پانـــوسونه ورته بـــــــــــــــل راولــم

پوی يم پدې چــــــې ګوناګار به شـــــــمه

خو ميخانې ته دې په چــــــــــــــل راولــــــم

که ژوندون وو او ســـــــره ومــــــــــــو ليدل

بيــــــا دې يو ځــــــــــــل په دې محل راولم

چـــــــې غمازان يې له نظـــــره نه کـــــــــړي

د بڼو ســــيوری دې پر پــــــــل راولــــــــــــم

هيواده ژوند خو مستي اوس واخيسته

ځـــــــمه اجــــــــل ته مـــــــــې اجل راولـــــم