غزل
كه دزړۀ سترګې مې ستاپه لوري وزي
اشـناڅـه بـه پـرې دكوم غمخوري وزي
چـې راوګــورې ،دزړۀ پــه ايــېـنــه مــې
دغـــــزل لــــپـاره نــــــوي تــــــوري وزي

سـتاپـه يـوه نـرۍ مسكامې له زړګي نه
ګـيلې ټـولـې ،پـه شـانـه راګـوري وزي
كه هـرڅـومـره دنـغموپه څېرپاستۀ دي
داوبــوپــرزړګــي بـيـاهـم سيوري وزي

چـې كيـسه كـله دعـشق دقـربـانۍ شي
لـه مـحـفــلـه رقـيــبـان مـخـتـوري وزي
زورور لــــره ده ورځ ، حــــق زورور دى
خـودشـپـې بـه لكـه غـلۀ كمزوري وزي

تـۀ چـې رانـغلـې پـه ژمنه ،له زړګي مې
هيلې يوازې خپل سرونه ژغوري وزي
شمسه ته چې مـخ ور واړوې اسمان ته
په لمن يې ګلان ستوري ستوري وزي