ېژندنه
سجدې بُتانو ته ته کول بده خبره نه ده
خدای دهرچانه جوړول بده خبره نه ده
دا که ملا هم وایي نو هم خوشې تېروځي ګورئ
ته هم غلط شوې شراب څښل بده خبره نه د ه

ددین په سر دیوه کافر ګستاخي منمه خو
دیندارته هم کافر ویل بده خبره نه ده
زه دقصاص نه منکر نه یم خو پوهیږمه چې
دمعصومانو قتلول بده خبره نه ده

شېخه!تسبې اړوه ذکرترنم کې کوه
په عبادت کې ځان ښودل بده خبره نه ده
چې ځان دوپېژنده خدای به هله وپېژنې
ګنې شادبه ! ځان وژل بده خبره نه ده

دا مونږ چې څه وایو او څه کوو مانا یې
دا ده
چې دین له سره بدلول بده خبره نه ده
