غزل
چــــــــــاراتړلي دي ترغـــــــــاړې زمونږ
خپـــــــــــــل لاسونه
زخمي زخمي په وینـــــــــو سره لــــــــــــکه دګل
لاســــــــونه
خـــــــــــــــدایه زمـــــا دمینې یار پکې ژونـــــــدی
وســـــاته
دښـــــــــکلا چم ته چې راتېر کړي عزرائیل
لاســـــــــــــــونه

والله کــــــــه کېږي پرې تســل
دمیرات شـــــــــــــــوي زړګي
تابوت کې راوړي پېښـــــــــــــــورتـــه دکابل
لاســـــــــــــونه
لپـــــــــــــه دې راکړه داوبو ښـــــــــــــه دې د
خـــدای سره وي
مـــــــــــادې په خـــــــــــــوب کې خوږه یاره
ښـــکلول لاسونه

مظلوم ګرېــوان ته مې جانان داسې په
شنه کې ناست دی
لکـــــــه اوږده کړي فلسطین ته اسرائیـــل
لاســـــــــــــــــونه
دا درڼا مردکي هیـــــــــــــځ دچــــــــــا کېسه کې
نـــــــــــــه دي
خـــــــــلک راکاږي دوی ته هروخت په کاکل
لاســـــــــــــونه
