غزل

کله مرهم مې د زخمونو يې نظر جوړ شي

کله راوګوري په زړه کې مې پرهر جوړ شي

زه به تر عمره د دې خپلې شملې خيال ساتمه

ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که مې سر جوړ شي

د زړه په سيمه چې د فکر بارانونه اوکړم

هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر جوړ شم

زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته نۀ رسي څوک

ډېر لېوني که ستا د مينې ستا د در جوړ شي

غزالې سترګې او سرې شونډې چې يې وستايمه

"سالکه" ښکلى شان غزل ترېنه اکثر جوړ شي