غــــــزل
چې د قامت سوری يې لر ته رسي بر ته رسي
د دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسي
لا په کابل کې پابندي ده د نارنج په ګلو
ګني هغه خوشبو خو زړه د پېښور ته رسي

زه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمه
لکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځيګر ته رسي
څه بختورې وې د هغو کلو لارې کوڅې
چې يې د هر چم نه سر ونخلي ګودر ته رسي

چې تر هغې به زمونږ زړونه زمونږ وي او که نه ؟
زمونږ ځواني چې د وعدو د ګلو کر ته رسي
هلته د فکر لېوني ګلونه اوغوړوي
زما پيغام چې پښتنو ته چرته چرته رسي

څوک د " سائل " د جادوګر زړه په جذبه پوهيږي
څوک د سائل د جادوګر قلم هنر ته رسي
