اغــــــــاز

دوينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري

تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کنه

سترګې دې ډکې شوې په بله اوړي

کاسه راواخلم شراب جوړ کړم کنه

شونډې دې شور غواړي سندرې غواړي

سندره وايي رباب جوړ کړم کنه

ګونګو جذبو له چې دې ژبه ورکړي

ستا په نوم داسې کتاب جوړ کړم