غزن سیمونه
زه داغزنـــو سیمــــو ډېر لـــــــــــــوی دښـمن یم
که زمــــا لاس رسیــدای ټول به مې ویلې کړای
باغ ته رنځـــور نـه پرېږدي،دنګو مـــــــــاڼو ته پلی
چمن لــــه خلکو ساتي، دسیــــل ځـای له کلي

هېڅ ډول ټوکې نشي له دې سیمــــــــونو
سره
؛؛ ننــــــوتل منـع دي؛؛لـــــــه دې سیمــــــونوبره
څـــــــوک یې له خـوا تېریږي لمن یې څېرې بوله
چـا ورته ګــوته وروړه په وينـــو رنګ شــــــوه ټوله

هرشی چې ښکلی ګوري دې یې چـاپېر تاویږي
دا پنځـــــــه سری ښـــــامار په خزانــــــو غزیږي
درباب تار بل دی خــــــلک یې ساز خوښـــــــوي
داسیــــم چې ورېــږدوي بنیــــــــادمــــــان ژړوي

دبېلتـــــــــــون مزی دی دا
دامتیـــــــــاز کړۍ ده
دې پلــــو مـوږ اوسېږو، بل دبل چــــــــــا نړۍ ده
اغزن سیمـونو ورک شئ چې ماشــــومان ژړوئ
دوی په څه مینه درشي،تاسویې شوکارې کوئ
