هيله

ما غوښتل چې

د خوب د ښکلو ستورو د نياګۍ کې

ما غو ښتل چې

د خوب د ژور سيند د لېونو څپو کېږدۍ کې

ستا ديدن باندې مړه شم

لکه پرخه جل وهلې

ستا د ښکلې ځوانۍ باغ باندې کږه شم

مګر درېغه خوب رانغى

مګر درېغه خوب رانغى