ماتې
ګرانه !
نن راته د ماتو بنګړود بار په شان ښکارې
او....
دزمري په خوله کې د ښکار په شان ښکارې
له جګړې نه راستون شوي
ماتې خوړلي سالار په شان ښکارې

پوهېږې ...؟
دا ټول رازونه
داپټ دردونه
په زړګي کې دې پراته حسرتونه

ماله څه نه وموندل
له نمجنو سترګو
او مړاوې څېرې نه دې
په هغو شېبو کې
چې مخامخ راته ناست وې
او د بريا خبرې دې کولې
