غزل

چې د ملاقات صنم له نه ورځي

پښې مې نورې دغې چم له نه ورځي

څه کړي پېغلتوب مې چې ځواني لاړه

يو موسم خو بل موسم له نه ورځي

دې د ژوند کتاب کې بې له مينې نه

بل سبق دُرخو ادم له نه ورځي

سوزي پروانه مدام په يو چراغ

دا يې وې تقدير دويم له نه ورځم

څوک چې وي بې غمه نو غمجن به وي

غم ورله راځي چې غم له نه ورځي

څه وليکم وخت بې دمه کړی يم

ګوتې مې والله قلم له نه ورځي

رقص د ښکلو ، جام او روغانيه ساز

زړه مې بس ددې نه کم له نه ورځي