چي مـــــدام د بــــل و عيبو تــــه نــظر کړې
خــــدای د
خپـــــله عيبـــــه ولي بې خبر کړې
کــــه يــــــوه جـــودانه عيب وينې په بل کښي
هغه يو
جودانه عيب به يې لـــــوی غـــــر کړې

کـــه دي خپــله ګنـــــاه لـــــويه لکه غر وي
پـــه
حيــله حيـله بـــه غــــر د مچ وزر کړې
کـه څوک تــلــه د انصـــاف په لاس کښي در کړي
خــپل
ټـــــټو او د بــل اس بــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــه دا هسي مــــــنصفي شه
چــــي د
حـــقه و بــاطل و تــــه ګـــذر کړې
تــــا تـــه رب د مـــلايــکو مــقام در کــــړ
تــــا دا
خپــل صـــــورت پخپله ګاو و خر کړې

که دي يــــو وېښتـــــه د ځان د پاسه کوږ شي
ځــــان هغه
ســـــاعت لـــه خدايــــه مرور کړې
د ځوانـــــۍ عمــــــر دي تېر کړ په غفلت کـې
پـــــه
پيري کي بـــه څـــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــوانۍ چاري نه ښايي
تــــه
پـــه ورځ د عـاشـــورې به څه اختر کړې
لــکه بــــېخ د زړې ونــــي چـــينجي وخــــوري
پــه دا
تــېر عمر بـــه څه ښاخ و ثمر کـــړې

دغـــــه بــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــه
کـــه
چاپـــــېر ور ځني ســــد د سکندر کـــړې
و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نــــه کا
رحمان ستا
په غم شريک دئ که بــــــاور کـــړې
