زما پخې سړکي هم کچه شولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
 

زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.
 

زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کې باغونه جوړ کړل.

زما فرهنګ ، کلتور، معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.
 

زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.

زما د کونډې ابۍ پړونی خرڅ شو، تا دې بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.
 

زما بندونه فابريکې ورانې شوې ، تا کارخانې او ماشينونه جوړ کړل.

زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل