سوړ شوی زړه

نه د زړه شور و غوغا شته

نه د مینی واویلا شته

نه په خیال د صورت مست یم

نه د خال د شوق هوا شته

نه خوږ غم د خوږو پیغلو

نه رنگینه مشغولا شته

نه مې تمه له چا کیږي

نه می هیله د وفا شته

نه جفا د بد رقیب وړم

نه مې غم د ښه آشنا شته

نه تیاره د تورو زلفو

نه د سپین بشر رڼا شته

چې له هر څه نه زړه سوړ شي

وایه نوره څه پروا شته!

فراغت مې غوره کړی

که دنیا شته، که عقبا شته