غزل
نه بې زړه يــــم نه بې کاريـــــــم
خوبې وســــــــــه بې اختيار يم

دراتلــــــو نښې دي نشتـــــــــــه
خــــــــدايزده ولي انتـــــــظار يم

په مـــاګرانه ليونتـــــــــــــــــــوبه
ستـــــــــا له لاســـــــــــه ناکراريم

بس لــــــــــــوګېږم اېره کـــــــيږم
نه لمبـــــــــــه شوم نه انـــګار يم

په لستـونړي کي مي لوی شو
زه چيچـــــــــلی داسي مــــار يم

سپين مي نه وويل تــــــــــور ته
که په تخت ووم کـــــه په دار يم

نه يي سر شته نه يي پای شته
لاروی دداســـــــــــــــي لار يـــــم

دجــــــــــــــــــــانان دلــــوري باده
ولي نه راځي بيمـــــــــــــــــــاريم