غزل
ستـــــاچې دلیمـــونه خمار وڅاڅي

رنګ په خروارو لـــه بهــار وڅاڅي

عشقـــــه ته دورځې شمعــه بله کړې

اوښکې یې زمـــــا په مزار وڅاڅي

مـــونږه دساقي په پام کې نه راځــو

ډېر که دجـــــــامونونه وار وڅـاڅي

نن یې دجــــــــــونګړې رڼا تتـــــــه ده

ستـــوري د زمونږه په ښار وڅاڅي

خدایه پښتنه چې چاته نیسي لاس

څنګه یې بنــــــګړیو نه عار وڅاڅي

جوړه شي ترې مستـــــه دنغمې څپه

غم زمــــــا دزړه وي په تار وڅـــاڅي