درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .

نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.

د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې .

دچهار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه رسوال اكرم ص زيات ناروغه شو نو د تولو بیبیانو به خوسه د بی بی عایشی رض الله عنها کره ولار تر خو یی چی د کرحیدو حواک درلود نو مسجد ته به یی تشریف ورلو وروستی لمونح یی د ماسام لمونح وو چی مسلمانانو د رسول اکرم ص پسی ادا کر د خپل ژوند روستی خطبه یی په دی دول وه
(خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري.

ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .

دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . )

دحج دفريضې داداكولو ترراتګ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې ګواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنګ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .

څومره چې ورځ پخيدله په رسول الله صلى الله عليه وسلم بې هوښي ډيريدله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړې حضرت بي بي فاطمې رضى الله عنها چې دا ناكراري وليدله نوپه ژړا يې وويل های زما دپلارنا كراري .رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : (ستا پلار به تر دې ورسته نا كراره نه شي .)
تر غرمې وروسته درسول لله صلى الله عليه وسلم په مباركه سينه كې غږ پيداشو ,او پدې مهال يې شونډې ښوريدلې او داتوري ورڅخه اوريدل كيدل (الصلاة وما ملكت ايمانكم ) يعنې دلمانځه او مرييونو خيال ساتئ ,په وروستنۍ شيبه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس پورته كړ ,په ګوته يې اشاره وكړه او درې ځلې يې وويل : (بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ) په همدې وينا كې يې لاسونه ځوړند شول ,سترګې يې دبام په لورې نيمكښه پاتې شوې او سپيڅلی روح يې قدسي عالم ته والوته .


دسې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې .