دجهالت د تيرونه دانسانيت دويستو لپاره درهنما اولارښود اړتيا وي الله تبارك وتعالي ددغه اړتيا پوره كولو لپاره لږ تر لږه (١٢٤٠٠٠ ) پيغمبران راليږلي او دغه لارښونكوته يي دتورات انجيل زبور او قرآن كريم په څير كتابونه هم وركړل ترڅوخلك دخپل حقيقي بادار سره اشنا اود ژوند لاري چاري وروښايي دانبياْ كرامو دقافلې په پای كي الله تعالي يوه داسي هستي نړۍ ته راوليږله چي هم دپخوانيو پيغمبرانو اوهم دهغه دينونو تصديق كونكي اوهم دانسانيت لپاره ديوى كاميابي ټولني بنسټ ايښودونكى وو.

رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په دولسمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له 23 نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ.

او دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .



خدای (ج) هر پیغمبر ته حانکری معجزی تاکلی وی خو زمونر د لارسود معجری د نورو پیغمبران په پرتله حانکری توپیر درلود دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .

نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه