غزل

خپلو کړم رُخصت پردو نيولی يم

ځم د بې وسۍ سلګو نيولی يم

ځای مې کړه په زړه کې يا انکار وکړه

ولې دې په سرو لمبو نيولی يم

اوښکه دې د زړه له کوره وويستم

بيا دې په بنړو لېمو نيولی يم

زړه مې وايي هيڅ لحاظ يې ونه کړې

څه وکړمه زه پښتو نيولی يم

ګل د پرهرونو سره پرېښودم

څومره په اخلاص اغزو نيولی يم

نه راځې رانغلې سپين سبا دې کړو

ستا هغې پخو وعدو نيولی يم

عقله يا به دار يا به ديدار شي نو

درغلم کرم به څو نيولی يم