غزل
په هجر به دې وسوزم جانانه نور به څه شم
صدقه به شم، لوګی به شم له تانه نور به څه شم
يرغلې سرې او تورې مې کوه د زړه پر کلي
لا پوخ به شم لا کلک به شم زمانه نور به څه شم

په نوم چې چېرې ښکلي او له تاسره غرض يې
رسوا به شم په ټول کلي ګرېوانه نور به څه شم
يو ځل خو دې بيا راشي هغه څوک چې يې ګڼم ځان
خير لاړ دې شم که لاړمه له ځانه نور به څه شم

ارام ته مې چې نه پرېږدې د ځمکې پرمخ چېرې
بس کډه به په شا ګرځم اسمانه نور به څه شم
په خيال کې بېکسيار درباندې نولم غزلتوري
ښکالو به دې د لارو شم کاروانه نور به څه شم
