قومندان شورا ته ځي
ووې قـــــومنــــــــدان: مجـــاهــديـــنو مــــاتــــه وګــــورﺉ!
روی د پــــاک رســــــول، د مـــــدينــــــې مــولا ته وګورﺉ
کـــفـــر وطـــــن لانــــدې کــــړ، لـــږ دې بــــلا تـــــه وګــورﺉ
بـــاب ولســـمشـــري شـــوه، دې ســاري وبــا ته وګورﺉ
ماته رايـه راکــړﺉ کــه لـــه کفـــره خـــلاصــــېده غـــواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟

ســم سوتـــره ځــــان پوه کړﺉ د غازيانو زه کانديد يمه
بـــر د جــــګړه مـــارو پــــاټکيـــانـــــو زه کـــانــــديـــد يـــمه
کـــــــوز د «آی اس آی» د پنـــجابــــیانـــو زه کانديد یمه
بل د ځـــــــان وژونـــــکو عــــــربـــــانــــو زه کـــانــــديد يمه
مــــــاتـــــــــه رايــــــــه راکــړﺉ کــه د دين لپاره ښه غواړﺉ
نــــــــــور لـــــــه مــانــــه څه غواړﺉ؟