زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده ديوانه وم، ديوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دي، ځنې بعد هم خيال دى
له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه

چې راغلى په جهان يم، خبر شوى په خپل ځان يم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې، خلک کا په نېږدې لرې
په وګړو افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه

چې د مخ پلو يې واشو، يو مشال و، چې نما شو
هغه دم پرې پروانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه

چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شا په شا کړم
له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دى، په افراط او په تفريط دى
دغه بحر دردانه وم، در دانه يم لا تر اوسه

هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
زه خوشال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه
