زمونږ کلی

بيا يو ځلې د خپل کلې ليدو ته ودرېدمه

د زړه ساتلې ښکلې خــــــاطرو ته ودرېدمه

ما ويل چې ننداره به کړم د خپل کلي باغونه

خو جنګ په لمبو سوو منظرو ته ودرېدمه

څه لږه شېبه وروسته ورروان شوم کلي خواته

په غم لړلي ورانو کنډوالو ته ودرېدمه

هک پک شوم چې څه وينم لويه خدايه دا څه حال دي

په چيغو لاس په سر تشو کوڅو ته ودرېدمه

وحشت وهلی مخ د لېوني په شانتې

په وير کې ستړی ستړی څو شېبو ته ودرېدمه

روان شوم چې څنار او کاريزو کې به دمه شم

له ډېرې سختې تندې سرو غرمو ته ودرېدمه

ساړه ساړه اسويلي مې راوتل د سوي زړه نه

څوک نه وؤ خو دخپل خيال او فکرو ته ودرېدمه

بدل دی هر يو رنګ زمونږ د کلي چې يې ګورم

د شنه چمن پر ځای خړو پټو ته ودرېدمه

نه شته دي آوازونه د بلبلو څنارو کې

په شاړو بدل شوي جواسو ته ودرېدمه

غوښتل مې چې ګودر د مَينانو به زيارت کړم

سلګۍ مې خولې ته راغلې مات منګو ته ودرېدمه

نه شته هسې مجنون چې د ليلا په مينه مست ؤ

د مينې هغو تېرو افسانو ته ودرېدمه

په ياد مې شو اتڼ او مجلسونه د ځوانانو

په سوي درمندنو کې اېرو ته ودرېدمه

هجرو کې ډېوې مړې وې بالختونه وؤ ټول سوي

کيسې پکې ويده وې دروازه ته ودرېدمه

نظر مې په قبرو شو برې خواته ورروان شوم

آبادو نوي ډکو هديرو ته درېدمه

روان شوم ترې غمجن راته مثال دکربلا ؤ

له غمه شوم بېخوده اندېښنو ته ودرېدمه

وروامې ړاؤ مخ يو ځلې بيا له ډېره درده

په مخ مې اوښکې ماتې وې سلګو ته ودرېدمه

دعأ مې کړه چې ربه بيا ودان کړې زما کلی

نو زه خاورين د خپل بابا جنډو ته درېدمه