غزل
چې اشنا يې ستمګر شي نو به څه کا
چې زخمي څوک په ځيګر شي نو به څه کا
انتظار چې د وصال په کومه شپه کړي
د بېلتون چې پرې سحر شي نو به څه کا

چې يې عمر ټول تېر کړی په پالنګ وي
ښه چې ځمکه يې بستر شي نو به څه کا
که ديدن د يار موندی په ډېر هنر شي
چې غماز د چا رهبر شي نو به څه کا

درد و غم چې يې ليدلی چرته نه وي
چې د غم سره يې سر شي نو به څه کا
که د هجر د نيزان نه امان غواړي
چې نصيب يې د سقر شي نو به څه کا

زه "خاطر" خو همېشه دغسې وايم
چې اشنا يې مرور شي نو به څه کا
