زېړ او سورګلاب
ته کاروان دسرو اوزېړو

ګلابونو یې که نه یې ؟!

ته کیږدۍ زما دزړه د

طنابونو یې ګه نه یې ؟!

ماو،زړه تا له درکړی

خو تا یو ګلاب را نه کړ

ته خو سم درحمن فال و ې

تا خو سم ځواب رانه کړ

ایله دومره دې بس اووې :

ډېر ګلان به درته راوړم

ګلان څه چې دګلابو

یو کاروان به درته راوړم

تا وې دومره صبر وکړه

چې دا دواړه ګلاب ګل شي

یو پښتون سپرلی به راشي

تېربه دا خزان مغل شي

ماوزړه تا له درکړی

هغه زړه دې چېرته پرېښود؟

که غاټول دې ترېنه جوړ کړ!

داغ دې کوم ځای ورله کېښود؟

دکاکا صیب له سیمې

دکستېر ګلونه راوړه

هغه زېړګلاب چې ګل شي

ما له ډېر ګلونه راوړه

هغه زېړ ګلاب به ګل شي

بوراګان به ورله راشي

یو به روح زما په کې وي

ترېنه تاوبه په ګډا شي

هغه سور ګلاب چې ګل شي

هغه پاس په څڼو کېږوده

چې زما روح یې اغوستی

هابورایې غیږکې پرېږده

ته کاروان دسرو او زېړو

ګلابونو یې که نه؟!

ته کیږدۍ زما د زړه

دطنابونو یې که نه؟!