غزل
څوک چې دمینې مستي سر کې لري
دسرښنـــــدنې اور ځیــــــــګر کې لري
چـــــا چې وي عشق لکه ایت منــــــلی
پــــه دې دنیـا حــــــــورې وزر کې لري

زړه چې لــــــــه هره بریــده اوړي
پسې
ښـاپیرۍ داسې څــــــه نــــظر کې لري
هلتـه که شېخــــه یو څه ستا سره وي
غــلمان به څـــه شی په بستر کې لري

دا چې لـه شعره یې ســــکروټې اوري
کوم لېـــــــونی ارمــــــــان ټتر کې لري
ته یې سجــــدواوشـــوګیروکې غــواړه
ملیــــــــار یې بس دزړه پرهـر کې لري
