مينه
مينه له عاشق نه مال وسر غواړي
سوى يې زړګی سوى ځيگر غواړي
كه يې دفتح توغ اوچت ونه ليد
ساه وركول په دې ډګر غواړي

دښكلو مينه هيڅ اثر نه كوي
هرومرو به يو نظر غواړي
په ښكلولو نه رژيږي غوټۍ
چې زړه شي باد سحر غواړي

دوصال بڼ چې كړي خړوب په وينو
مليارله گل غټوثمر غواړي
پرښې لمبوله غوټۍ پيغله چې
بڼ پرې گلورين اومعطر غواړي

دتخت وتاج مينه مه راځه ته
دا دقيصر ځای نه دى عمرغواړي
دروم پاريس ښوى كوڅې نه شته دى
دلته كنډرونه دى اوټكر غواړي

دخزان لاس دلته گلان لوټلى
اوس داغزو په سرگذر غواړي
دلته كارغه پرواز كى نه شي كوى
دا عقابي غوندې وزر غواړي

چې شهيدانو پرې وركړى دى سر
دا وطن دين دپيغمبر غواړي
حقپاله مه وايه شاعرشولې ته
يوازې شوق نه دى هنر غواړي
