لوی خدای ته
ته د ټول مخلوق څښتن روزي رسان يې
په هر چاباندې بې درېغه مهربان يې
کاينات واړۀ دا ستا د حکم لاندې
هم د ځمکو اسمانونو نګهبان يې

په هر اسم کې دې يو عالم خبرې
پاکه ربه مسلط په ټول جهان يې
په هر ځای کې يې موجود دې کې شک نشته
خو يقين مې په دې کلک چې لامکان يې

نه پوهيږم ستا لويي څنګه بيان کړم
ته په دواړو جهانو باندې سلطان يې
له صفت نه دې عاجز زما قلم دی
ته دې سترو قدرتونو لوی شان يې

ستا دربار کې د هيڅ شي کموالی نشته
ته خالق يې ته مالک يې ته سبحان يې
په فقير روغ لېوني دې نظر غواړم
ته رحيم يې ته کامل غني رحمان يې
