د ډېرو ماتو دروازو ځنځير مي ورشرنګاوو
لكه ملنګ د زيارتو ځنځير مي وشرنګاوو
په خپله ډېره هوښيارتيا كې چې مي ځانته فام شو
وم لېونى د زولنو ځنځير مي وشرنګاوو

اوس په خپل جرم اعتراف كوم په ډاګه وايم
ستا د مړژواندو ارمانو ځنځير مي وشرنګاوو
ګوندې د كلي ګلبشره به مي غږ وپېژني
لكه طالب د وظيفو ځنځير مي وشرنګاوو

قسمته! تا لكه بې وسه مسافر داسې كړم
ګرزم د ډېرو جوماتو ځنځير مي وشرنګاوو
چا چې په ما پسې را اخيستې تورې بېرته يوړې
حقمله ! داد ى د هغو ځنځير مي وشرنګاوو
