غزل

ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى

زما څۀ ښکلى اغاز د ژوندانه دى

ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دى

ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى

بندګي د خپل جانان د وجود کړمه

دا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى

د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مې

زما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى

ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى نيشته

ملا تا له څۀ جواز د ژوندانه دى؟؟؟

چا ويل څۀ ته شاعري کوې حېرانه!

ما ويل دا هم يؤ اواز د ژوندانه دى