د خټو کور

ما ليدلي د فرنګ ښكلي جيــــــــــــــــــــــــــــــــــزونه

چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيــــــــــــــندونه

zليدلي محلونه د لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــندن دي

جينكۍ مستې ازادې ګلـــــــــــــــــــــــــــــــــــبدن دي

ما ليدلي د اټلي ښايسته ښــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه

سره يې انګور، سره يې شراب او ســـــــــره ګلونه

ما ليدلي د پيرس ښاپيرۍ ښـــــــــــــــــــــــــــــــكلي

په كردار ګفتار خوږې لكه بلـــــــــــــــــــــــــــــــــبلې

ما ليدلي امريكا كې دي ښــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه

چې وريځو ته يې رسي مكـــــــــــــــــــــــــــــــــــانونه

ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګــــــــــــــــــــــــــــــــــلو

د ډهلي ښكلي ښارونه د مغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلو

خو چې ووينم زه خپل د خټــــــــــــــــــــــــــــــــــوكور

رانه هېر شي محلونه ښايستـــــــــــــــــــــــــــــــه نور

دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كــــــــــــــــــــــــــــــــــــلي

ورته څه دي د دنيا ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارونه نور