غزل
دچـــا سپېرې سترګې مــو کلي ته شـوې
هسې خـبرو بانـــــــــــــــــــــــدې ډزې کېږي

څـوک یې په سرو لاسونوڅانګې نیسي
کــــه پــه ګـــــور ګرو بانـــــدې ډزې کېږي

ګورې نه څـــــــه ورسره شتــــــــه او کنـــــه
خــــــومســــاپرو بانــــــــــــدې ډزې کېږي

اشنــــــــــــــا شاعر یم رانه مـــــــــــه وېرېږه
چـا ویل سنــــــــدروبانـــــدې ډزې کېږي

هغــــــــــــه دی بیا دَ مردکیــــــــو شور دی
پــــــــه کاریګروبانـــــــــــــدې ډزې کېږي