مينه
تا خو ويـــــــل مينه ده خفګان ګـــــــــوره
ژاړمه په اوښكو لوند ګــــــــــرېوان ګوره
ما خو مينه نه كـــــــــړه ملامت نـــــه يم
اور شو راتــــــه خــــــدايه دا جهان ګوره

مخ يـــــــې كړلو پټ بيا څــــــــه خبره ده
څه وكړم خـــــــفه مـــــې نن جانان ګوره
ستا په اشاره خــــــــــــــــو زه مين شومه
مړ به شمه ځانته پـــــــــــه هجران ګوره

مه زوروه نور نعيم اخــــــــــلاص ګوره
جيګ مې كړه پوره مې كړه ارمان ګوره
