ښځه

آورم پــــه دنیا کــې چـې څوك زور لري

ښځـــې دې اوږدې ژبــــــــې د شور لري

ډېر يې كــــــړه خفه د مور بچي مينځ كې

سلو كـــــــې به يو چېرته جوړكور لري

تل بــــــه پــــه ژړا وي په كورونو كې

څــــــــوك چې د اوږدې ژبې اينګور لري

زه يې د رېبولو آمــــــــــان غـــــــــواړمه

ښځې ټولې خــــــــــــــوله لكه د لور لري

تل يې احترام ته سر پــــــــــــه سترګو يم

ځكه هره ښځه حـــــــــــــــق د مور لري

تل به يې په حــــــــــق كې ظلم نه كوي

څوك چې په كورو كـــــې مور او خور لري

ځكه خــــــــــــــــــو نعيم زه داسې وايمه

هره ښځه مور ده چې ډېر پـــــــور لري


ملګري ته ولیږی
 د ملګری نوم
 د ملګری بریښنالیک
  ستا نوم
 ستا خپل بریښنالیک