غزل

راشه خپل انځور پکې دباب غوندې راواړوه

زړه مې د سندرو د کتاب غوندې راواړوه

مونږه لکه پرښې درته شپې پر اغزو تېرې کړې

اوس خو مخ ظالمې! د ګلاب غوندې راواړوه

زړونه ستا راتلو ته پر لمبو د انتظار ولاړ

خدای دې پر دې للمو د درياب غوندې راواړوه

ژوند څه دی ؟ څو شپې په توپاني درياب کې تېرې کړه

کډه په شا بېرته د حباب غوندې راواړوه

تش ګوګل به وګورې زما چې څومره شور لري

ته پرې تار د څڼو د رباب غوندې راواړوه

بس ستا د موسکا يوه ځلا غواړي زما اوښکې

ماتو ملغلرو ته څه آب غوندې راواړوه

خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کښې

لږه د سپېڅلي انقلاب غوندې راواړوه