د سهار ستورى

ښايسته ستورى دمينې هر سهار راپورته کېږم

د اسمان پر تندي باندې لکه خال غوندې ځلېږم

تر نظر مې هر څه لاندې کاينــــــــــــــاتو ته مسېږم

پورته کښته په جهان کې و هر چاته ښه ښکارېږم

جمادات که حيوانات دي

دا ټول وينمه تېرېږم

هيڅ تعبير يې په ما نشي څه قانون د دې جهان دى

نې عدم عدم ته ورتــــــــــه نې وجود وجود په شان دى

کله يو کلـــــه بل رنګ وي په سل ډوله نمايـــــــــان دى

په يوه مځکه کـــــــې ګورم ګاه پسرلى ګاهې خزان دى

و تغيير تې حيرانېږم

داټول وينمه تېرېږم

هر وخت کې چې زه ګــورم بېلې بېلې ننـــــــــــــدارې دي

څه ګړۍ څه لار لــــــيده شي بيا وحشت تورې تيارې دي

روغ ناروغ يې پېژند نه شي هر طرف ســــــــــوې نارې دي

يو ساعت به ښکلى ګل وي بل ساعت خاورې ايرې دي

د هر شي په حال خبرېږم

دا ټول وينمه تېرېږم

نن به ښکلې معشوقه وي سپينه خوله په هوس خاندي

زلميتوب په ميو مسته څملي پاس پر پالنګ باندې

بيا دوهمه ورځ يې اورم چې پرې وايي عالم سانــــدې

د بېباک فلک له لاسه شي تر تورو خاور لانـــــدې


په حسرت حسرت ژړېږم

دا ټول وينمه تېرېږم

ما په هره زمانــــــــــــه کې