غزل

په ائينه دتخيل کې مې چې راشي

دزړګي تياروکوټوکې مې رڼا شي

دزړه هيلې مې کرارې شي راويښې

وچې شونډې يې په ورووروپه خوځاشي

زه دې شونډوخوځېدونه اظهارواخلم

لکه وايي زه ددې دی به زماشي

کوم منزل چې دطلب په لوري درومي

يوه ورځ به حقيقت ورته سېواشي

که کړي څومره پټ پټاني زړه کې مينه

زړه چې دی لکه ماشوم خودبه رسواشي

په ماشوم باندې سزادجرم نشته

ځکه مينه کې بيازړه هم بې حياشي

دښايست ځلايې مينه کېده نغښتې

چې وي مينه ښايست ټول ځلاځلاشي

مينه تل دحقيقت په کورښه ښکاري

چې بهرشي ددې کوره دخنداشي

طلب مينه حقيقت سره تړلي

که يوهم شي ځينې کم نوردوه تباشي

اصلزيه که داټول دې په نصيب شول

دې منزل کې به جانان درته پيداشي