غزل
څنګه خياله تصوره لورپه لورمې اړوې
کله هغه کله دغه په پېغورمې اړوې
فيصله په زړه کې وکړم نور به نه شمه دوکه
دروغجنې فيصلې شي بس په زورمې اړوې

په رګوکې مې شيطانه ستاخيمې ولګېدې
ځکه بلې لمبې وړمه چې په اورمې اړوې
دچل په ښکلي حسن دې زړګی زمادوکه کړو
اودکلي دکړم ورک په کوهيتورمې اړوې

په ښارکې دنفاق دی ستادحسن بازارګرم
چې سودالره درځم په ټنکټکورمې اړوې
نڅوي مې نڅوي مې په هرلورمې ګډوي
ستارباب زماناڅاوي خودپه شورمې اړوې

ترڅوبه په ارمان کې اصلزي ومه دښکلو؟
چې په سپينوپسې ګرځمه په تورمې اړوې
