خريداردې يمه

د سترګو توره خريدار دې يمه
د غمو كوره خريدار دې يمه

خلك له تا ده لرې، لرې ګرځي
د مينې اوره، خريدار دې يمه

په برالا كه را كتلى نشي
پټ، پټ را ګوره، خريدار دې يمه

چې د زمريانو ملې دې ماتې كړلې
ډكه له زوره، خريدا دئ يمه

نن او سبا ستا پلټنې كوم
له ژوند تر ګوره، خريدار دې يمه

پرېږده چې ټول مې شي خبر له مينې
وايم په زوره، خريدار دې يمه

بېله تا هيڅوك په دنيا نه لرم
زما غمخوره، خريدار دې يمه