ګونو کې پرته ده

په ګس لاس کې ېې چوسني کلکه نيولې

يو تعويذ چې په سپين مزي سره څرمن کې

د مرۍ نه ېې په ګروي اوېزان دی

اننګی ېې لږ په دوړو باندې خړ دی

قراغې سترګې ، وازه خلۀ

له ويرې مړ دی

غبرګ لاسونه ېې واز کړي

لکه غېږې ته د مور چې هوس کاندي

د اوګو او ملا د لاندې

د سېزنۍ يو څو لړونه

د شګلوړي نه په ترڅ کې

خټکۍ او پتون لاندې

د وړڼي پيڅکی ښکاريږي

لږه وينه پکې چم ده

سره ټنګرې ټنګرې پرته ده

د پوښتو په لاندې بريد ېې

يو ګولۍ جوړ کړی غار دی

وحشتونه ترې راڅاڅي

چې سينه او ډونګه بئېل دي

د امغانو د مېنځ لور ته

ېې د وينو کرښې تلي

چې کچه وړه پچۍ ېې

په سرو وينو لمبېدلې

ايله تته ښکاريدله

چې تازه تازه سونت دی

د کنجکو پېکړه ېې

د ښۍ پپې نه ده چاپېره

د تصوير د فريم د پاسه

په نري شانله يو تار کې

يو کاغذ را اوېزان دی

چې د پاسه پرې ليکل دي