غوريز انځور

د دنيا د تصويرونو نمائش دی

د هر يو براعظم خلق راټول دي

د سپين پوستو د تور پوستو غلغله ده

فنکاران د هر وطن ګوته په خلۀ دي

شاهکارونه ټول مونډو ته اوېزان دي

چا د غرونو د لمنو او سيندونو

چا د سپينو ګل ورينو مستو جونو

چا د دشتو کاڼو ، بوټو د ګلونو

تصويرونه راجوړ کړي دي په وينو

هغه فن چې د فنکار روح پکې ښکاري

ټول حېران ګوته په خلۀ رنګونه ساري

چې په دې کې يو تصوير ته مې نظر شو

ډيره جقه ورته جوړه وه د خلقو

ما هم وکتل په غټو غټو زير زير

چې په دې پېنټنګ کې څه خبره خاص ده

يو ماشوم دی پروت په وينو کې لت پت دی

شين لوګی دی ځکه شاته منظر تت دی

د ماشوم خوا کې رحېل دی

په رحېل کې يو کتاب دی

چې شين ټوکی ترې چاپېر دی

د سيفون يوه لوپټه هم

په رېګونو کې پرته ده