وياړنه
زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هندو سندو پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته

غشي د من مې ځي برېښنا پر مېرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېونو باندې
په ماتېدونو باندې
له ما اتل نسته

زما د بريو پر خول تاويږي هسک په نمنځ او په وياړ
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندې لتاړ
کړم ايوادونه اوجاړ
له ما اتل نسته

زما د تورې تر شپول لاندې دى هرات او جروم
غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو يم په روم
له ما اتل نسته

پر مرو زما غشي لوني ډاري دښن راڅخه
د هريورود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نسته

د زرنج سوبه مې د توري په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړاوى د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نسته

خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم
دوى په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم
له ما اتل نسته

پر لويو غرو مې و ينا درومي نه په ځنډ و په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو شپو مياشتو کال
له ما اتل نسته

|